شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ښځو ته د غرب سپکاوی؛ د ښځو د عفت ساتونکي خلافت اړتیا ښيي
بسم الله الرحمن الرحيم
ښځو ته د غرب سپکاوی؛ د ښځو د عفت ساتونکي خلافت اړتیا ښيي

خبر:

د ۲۰۲۴ کال د اپریل په ۳۰مه Arizona Family وېبپاڼې راپور ورکړ: «تېره اونۍ د امریکا په اریزونا ایالتي پوهنتون کې د لسګونو فلسطین‌پلوه لاریونوالو نیولو اختلافات رامنځته کړي. په اریزونا کې د امریکا د اسلامي اړیکو شورا (CAIR-AZ) د معلوماتو له مخې، د اریزونا ایالتي پوهنتون پولیسو لخوا د څلورو محصلینو حجابونه په زور لرې شوي. یوه ویډیو چې د دې پیښې یوه برخه ښیې، د CAIR-AZ لخوا له دغې وېبپاڼې سره شریکه شوې.» [سرچینه:azfamily]

تبصره:

یوه ویډیو چې د ABC15 خبریال، ډیو بیسکوبینګ (Dave Biscobing) لخوا پر اکس پاڼه خپره شوې، ښيي چې یوه لاس تړلې ښځه بس ته نږدې ناسته ده. په یاده وډیو کې، چې سانسور شوې، لیدل کېږي چې د دغې ښځې ټکری لرې شوی او څلورو پولیسو محاصره کړې. د ټولنیزو رسنیو مسلمان کاروونکي دا پوسټ ډیر لاس په لاس کوي، ځکه چې دا د یوې مسلمانې ښځې عفت ته سپکاوی دی.

د وروستیو پیښو دغې نوې بیلګې، چې له سوله‌ایزو لاریون کوونکو سره د پولیسو چلند ښيي، خلک حیران کړي دي. پوليس پر لاریونوالو ښځو فشار راوړي، پر ځمکه یې غورځوي او په خپل ټول زور او برید سره یې مهاروي. دا ښځې کوم فزیکي ګواښ نه دی، ځکه هغوی وسلې نه لري، بلکې ټولې محصلینې دي. دلته د پولیسو لخوا د فزیکي ځواک کارولو ته اړتیا شته؟ په هېڅ صورت نه! ښکاري چې دوی د پخواني تکتیک په کارولو ښځینه او نارینه لاریونوالو ته دا پیغام لېږی چې لاریون ودروي؛ کنه نو د پولیسو له تند چلند سره به مخ شي. نو دا غربي جنسیتي برابري ده! د دوی په ټولنه کې ښځې د نارنینه‌وو په څېر وهل ټکول کیږي، ځکه چې چې دولتونه یې د فاسدو پالیسیو پر اساس چلیږي.

د غزې په ملاتړ لاریونونه نورو غربي دولتونو ته غځېږي. په غبرګون کې، پولیس ته امر کیږي چې پر وړاندې يې درانه تکتیکونه وکاروي. دوی ښځو ته هېڅ درناوی نه کوي. هغه خلک چې له لاریونونو ملاتړ کوي پر پولیسو او د پوهنتونونو او کالجونو پر ادارو غږ کوي چې دوی ته یې هغه حقونه او ازادۍ ورکړي چې دولت پخپله ورته تعریف کړې؛ لکه د بیان ازادي، د لاریون حق او ... . خو که ښه ځیر شو، وینو چې غربي قوانین تل د نظام په ګټه دي. دا قوانین هغه وخت ستا په ګټه کار کوي چې د دولت په خوښه مخته ځې. تاریخ ثابتوي چې د غربي دولتي پالیسیو پر وړاندې را پورته شوي، که هغه نارینه وي او که ښځينه، د تبلیغاتي جګړې او فزیکي اخد وډب قرباني شوي.

فیمېنستان باید وویاړي چې د داسې ټولنې په جوړولو توانېدلي چې دولت د ځان ساتلو لپاره پکې له ښځو سره د سړو په څېر چلند کوي.

له بل پلوه، زه د یوې مسلمانې ښځې په توګه په دې اړه ارامه یم چې اسلام په ډېرو حالتونو کې له ښځو سره د نارینه‌وو په پرتله بېل چلند کوي. خلافت دولت د مسلمانې ښځې په درناوي او ساتنې مکلف دی؛ بلکې خلافت د ټولو ښځو ساتنه او درناوی کوي. خلافت له ذمي (نامسلمان تبعه) څخه هم ساتنه کوي.

کومې کړنې چې په دغو تش په نامه روښانفکره غربي دولتونو کې پولیس کوي، خلافت به یې د کولو اجازه ور نه کړي. خو له هغو خلکو چې د بشر په لاس جوړ شوي سیکولر قوانین پلي کوي؛ څه تمه کیدای شي؟ هغه قوانین چې د دوی د ګټو لپاره تر پښو لاندي کیږي!

په اسلام کې ښځه محترمه ده او عزت یې کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»

ژباړه: امام (خليفه) ډال دی چې تر شا يې جګړه کېږي او هغه ته پنا وړل کېږي. [رواه مسلم]

د مسلمانانو د لومړي او تر ټولو غوره امام په توګه، رسول الله صلى الله عليه وسلم، نظامي ځواک راټول کړ چې له مدینې منورې څخه د قينقاع قبیلې يهوديان وباسي؛ ځکه دوی په خپل بازار کې د يوې مسلمانې ښځې عزت ته زيان رسولی و. د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سنتو په پيروۍ، د مسلمانانو وروسته امامانو، د الله سبحانه وتعالى د ټولو حکمونو د پلي کولو په دوره (اسلامي دولت) کې، تل د امت لپاره د ډال په څیر عمل کړی دی.

د معتصم بالله په زمانه کې یوه مسلمانه ښځه د رومیانو لخوا وځورول شوه، هغې پر معتصم بالله غږ وکړ «وا متعصما!»؛ کله چې معتصم بالله له دې پیښې خبر شو، پوښتنه یې وکړه، «په روم کې تر ټولو خوندي او نه ماتیدونکی ښار کوم دی؟» ورته وویل شول چې عموریه، هغه د یوه لوی پوځ په لېږلو غاښ ماتونکی ځواب ورکړ او تر ټولو ستر او ځواکمن ښار ته ننوتل. د ۲۲۳ هـ.ق کال د رمضان میاشت کې عموریه ښار چې د روم امپراتورۍ د عزت نښه وه، د خلافت دولت له لوري فتح شو. دغه راز د مودي د غورنیکه راجادهیر له لوري د مسلمانو ښځو او نارینه‌وو پر وړانډې د ظلم ځواب محمد بن قاسم په توره ورکړ.

زموږ دولت چیرې دی چې د دښمنانو په زړونو کې ویره واچوي چې بیا د يوې مسلمانې مېرمنې د عزت تر پښو لاندي کولو جرات ونه کړي؟

زموږ دولت چېرې دی چې مرسته او ساتنه مو وکړي؟ نن ورځ، زموږ حکام چوپ او پوځونه مو په خپلو اډو کې ناست دي. نن ورځ موږ پر غربي دولتونو او موسسو د مرستې غږ کوو. خو دا د حل لاره نه ده، یوازې د الله سبحانه و تعالی اطاعت هغه بدلون راوستی شي اړتیا ولرو او یوازې له هغه سره به ټول بشر خوندي شي. له هغې حللارې پرته چې الله سبحانه وتعالی راته ویلې، بله حللاره نشته. موږ باید د امت ډال، خلافت دولت بیا تاسیس کړو.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

فاطمه اقبال

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې